چراغ طبی پوهنتون

اکادمیک خدمتونه، عملي زده کړې او ټولنیز مسئولیت.

اصلي پاڼه علمي او تدریسي چارې داخلې

چراغ د روغتیا د لارې مشعل

د چراغ طبي پوهنتون درسي نصاب د نړۍ له معتبرو تعلیمي نصابونو څخه د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره ترتیب شوی دی. هر تحصیلي کال له دوو سمسترونو، یعنې پسرلني (بهاري) او خزاني سمستر څخه جوړ دی.

د شمولیت شرایط

غوښتونکي باید:

  • د افغانستان د ښوونځیو د دولسم ټولګي د فراغت سند ولري؛ یا

  • د بهرنیو هېوادونو اسناد ولري چې د پوهنې وزارت له خوا تأیید شوي وي.

د کانکور ازموینه

د کانکور ازموینه په لاندې مضامینو کې اخیستل کېږي:

  • ریاضي

  • فزیک

  • کیمیا

  • بیولوژي

  • ژبې

  • جیولوژي

  • اسلامي ثقافت

  • د ۱۰م، ۱۱م او ۱۲م ټولګیو اړوند مضامین

د نوم‌لیکنې وخت

  • د پسرلني سمستر لپاره نوم‌لیکنه د حوت په میاشت کې ترسره کېږي.

  • د خزاني سمستر لپاره نوم‌لیکنه د سرطان په میاشت کې ترسره کېږي.

د کانکور ازموینې لپاره اړین اسناد

  • د شهادتنامې کاپي، یا د درې کلونو نمرو تصدیق شوی سند، یا د دولسم ټولګي اطلاع‌نامه

  • د تذکرې یا پاسپورټ کاپي

  • څلور قطعې عکسونه

  • د کانکور ازموینې د ګډون فیس ۱۰۰۰ افغانۍ

له کانکور وروسته د پوهنتون د شمولیت لپاره اړین اسناد

  • د شهادتنامې رنګه کاپي یا د درې کلونو نمرو تصدیق شوی سند

  • شپږ قطعې عکسونه

  • د تذکرې کاپي

  • یوه مقاله په دې موضوع: «ولې غواړئ ډاکټر شئ؟»

د نوم‌لیکنې او کانکور فیس

د کانکور ازموینې د ګډون لپاره هر محصل د نوم‌لیکنې پر مهال ۱۰۰۰ افغانۍ فیس ورکوي.

د شمولیت فیس

دا فیس یوازې یو ځل د کانکور له بریالیتوب او پوهنتون ته له لارموندنې وروسته ورکول کېږي.

  • طب معالجوي: ۱۰٬۰۰۰ افغانۍ

  • ستوماتولوژي: ۷٬۵۰۰ افغانۍ

  • فارمسي: ۵٬۰۰۰ افغانۍ

د تحصیل فیس

محصلین د هر سمستر لپاره لاندې فیس ورکوي:

  • طب معالجوي: ۸۰٬۰۰۰ افغانۍ

    • له لومړي تر اووم سمستر پورې ۱۵٪ تخفیف

    • له اتم تر دولسم سمستر پورې ۵٪ تخفیف

  • ستوماتولوژي: ۵۰٬۰۰۰ افغانۍ

    • ۱۵٪ تخفیف

  • فارمسي: ۳۰٬۰۰۰ افغانۍ

    • ۱۵٪ تخفیف

د چراغ طبي پوهنتون ځانګړتیاوې

  • معیاري تدریسي وخت د سهار له ۷ بجو تر ماسپښین ۳ بجو

  • د هر سمستر معیاري موده څلور میاشتې

  • کتابتون د برېښنایي کتابونو په موجودیت سره

  • د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د څېړنیزو سرچینو وړیا لاسرسی

  • د افغانستان طبي شورا د Exit ازموینې دویم او درېیم مقامونه

  • وړیا انټرنېټ

  • مجهز تدریسي روغتون

  • مجهز لابراتوارونه

  • د نارینه محصلینو لپاره لیلیه

  • وړیا ترانسپورټ

  • ورزشي کلب

  • شنه او ښکلې ساحه

  • کفتریا

  • د OSCE ازموینو ځانګړی صالون

  • د دولتي ډیپلوم وېش

  • بایومتریک او آنلاین حاضري سیستم

  • تدریسي دواخانه

  • د وسایطو پارکینګ