چراغ طبی پوهنتون

اکادمیک خدمتونه، عملي زده کړې او ټولنیز مسئولیت.

د باکیفیته زده کړو له لارې خپل راتلونکی جوړ کړئ

د څراغ پوهنتون، د بریا پر لور روښانه لار

د باکیفیته زده کړو له لارې خپل راتلونکی جوړ کړئ

د څراغ پوهنتون، د بریا پر لور روښانه لار

service-icon

د طب پوهنځی

د څراغ پوهنتون د طب پوهنځی د پوهنتون له مهمو علمي پوهنځیو څخه دی چې موخه یې د مسلکي، متعهدو او د طبي اخلاقو لرونکو ډاکټرانو روزنه ده. دغه پوهنځی د معیاري نصاب، عصري تدریسي میتودونو او عملي کلینیکي زد…

service-icon

د ستوماتولوژۍ پوهنځی

د څراغ پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځی د پوهنتون له مهمو تخصصي پوهنځیو څخه دی چې موخه یې د غاښونو د درملنې په برخه کې د مسلکي، متعهدو او بااخلاقه ډاکټرانو روزنه ده. دغه پوهنځی د معیاري نصاب، عصري تدریسي…

service-icon

د فارمسۍ پوهنځی

د څراغ پوهنتون د فارمسۍ پوهنځی د پوهنتون له مهمو تخصصي پوهنځیو څخه دی چې موخه یې د درمل جوړونې او درملو علومو په برخه کې د مسلکي، متعهدو او وړ درملپوهانو روزنه ده. دغه پوهنځی د معیاري نصاب، عصري تدری…

service-shape

وروستي خبرونه & مقالې.

د څراغ پوهنتون
د څراغ پوهنتون

15

کلونه
تجربه

زموږ د پوهنتون په اړه

د څراغ پوهنتون

د چراغ طبي پوهنتون د افغانستان اسلامي جمهوریت د وزیرانو محترمې شورا د ۱۳۸۶/۱۲/۲۰ نېټې د ۴۹ شمېرې پرېکړې له مخې خپل رسمي جواز ترلاسه کړ او د ۱۳۸۷ کال د حمل په ۱۹مه نېټه یې د لوړو زده کړو وزارت څخه رسمي اجازه واخیسته. دغه پوهنتون د ۱۳۸۷ کال د سنبلې په لومړۍ نېټه د محصلینو جذب پیل کړ.

دغه پوهنتون د خپلو ټاکلو موخو د تحقق لپاره د خپلو چارو په سر کې یو مشورتي بورډ لري. د دې بورډ غړي د افغانستان له مخکښو علمي او ټولنیزو شخصیتونو څخه جوړ شوي دي، چې د پوهنتون د چارو د پرمختګ لپاره لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کوي. د پوهنتون ډېری سترې او مهمې پرېکړې د همدې بورډ په سلا او مشوره ترسره کېږي. تر اوسه پورې بورډ خپلې شپږ غونډې ترسره کړې دي او د پوهنتون د پېژندنې، اعتبار او پراختیا لپاره یې د مهمو فعالیتونو زمینه برابره کړې ده.

چراغ طبی پوهنتون د لوړو زده کړو یو معتبر بنسټ دی چې د باکیفیته زده کړو، علمي څېړنو او د متخصصو، متعهدو او نوښتګرو کادرونو د روزنې لپاره فعالیت کوي. پوهنتون هڅه کوي د زده کړو، څېړنو او ټولنې ته د خدمت له لارې د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.

about-icon
لیدلوری

د چراغ طبي پوهنتون موخه دا ده چې په راتلونکي کې د هېواد په کچه د روغتیايي زده کړو او صحي خدمتونو په برخه کې د یو معتبر تدریسي او څېړنیز بنسټ په توګه وپېژندل شي.د افغانستان له مخکښو پوهنتونونو څخه ګرځېدل چې د معیاري زده کړو، علمي څېړنو، نوښت او د نړیوالو معیارونو لرونکو متخصصو فارغانو د روزنې له امله وپېژندل شي.

about-icon
ماموریت

د چراغ طبي پوهنتون ځوانانو ته د لوړو طبي زده کړو لپاره د لوړ اکاډمیک او څېړنیز کیفیت زمینه برابروي. دغه پوهنتون د تدریس او زده کړې د نوې او پرمختللې طریقو له لارې محصلین روزي، ترڅو هغوی وکولای شي په هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول، د علمي څېړنو پراختیا، د نوښت پیاوړتیا او د متخصصو، مسؤلیت منونکو او متعهدو فارغانو روزنه، ترڅو د هېواد په علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.

120+

څېړنیزې پروژې

15+

تحصیلي پروګرامونه

250+

د علمي کادر غړي

5000+

محصل

وروستي او راتلونکي پیښې

15

September 2026

د ۱۴۰۵ نړیوال طبي څېړنیز کنفرانس

09:00 AM – 04:00 PM د څراغ پوهنتون د کنفرانس تالار

د پوهنتون ویډیويي لیدنه

د محصلانو نظرونه

محصلان څه وايي

testimonial-shape
testimonial-shape
testimonial-shape
احمد رحیمي

په څراغ پوهنتون کې زده کړې زما لپاره یوه ارزښتناکه تجربه وه. د مجربو استادانو لارښوونې او معیاري تعلیمي چاپېریال زما علمي او عملي وړتیاوې ډېرې پیاوړې کړې.

احمد رحیمي

د طب پوهنځي محصل
د نوي تحصیلي کال لپاره نوم‌لیکنه پیل شوې ده

پوهه، نوښت او روښانه راتلونکی